
په راپور کې وئيل شوي دي، خواجه محمد آصف پخپل ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي؛ اسرائيلي رژيم د بشریّت لپاره د نفرین او شرسرچینه ده، او هغه کسان دې د جهنم په اور کې وسوځیږي چې په ناجایزه توګه ئې په فلسطین کې د اسرائيلو د سرطاني دانې بنیاد کیښودلی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ه م د آسټریا ،ایټالیا،فرانسې، چرمني ،قطر،بحرین اولبنان له مشرانو سره په جلاجلا ټيلیفوني خبرو کې په لبنان کې د اسرائيلو په وسیله د اور بند د خلاف ورزۍ په باب د ژورې اندیښنې پّ څرګندولو سره د اسلام اباد د خبرواترو له بریالیتوب سره د مرستې لپاره ددغې موقتي موافقې د بشپړ اجرا غوښته کړې د ه.
همداراز د پاکستان د ولسی جرګې یوې استازې په ایران د امریکائي صهیونیسټي رژيم دتیریو په محکوملو سره وئیلي دي، اوس مونږ د استکباري جبهې په ضد دایران د ملت له جنګ اوکلکې دریدا څخه د نړئ د درستو ملتونو ملاتړ شاهدان یوو او ددوي مقاومت د امپریالیسټي پلانونو د ماتې سبب شوی دی.
میرمن نفیسه شان په اسلام اباد کې ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ووئیل؛ چې دا دټرمپ په وسیله یو انتخابي اوتپلی جنګ ؤ چې حتی پخپله د امریکا د زیاتره خلکو له سخت مخالفت سره یوځای شو . هغې زیاته کړې،د امریکا انتخابی او تپلي جنګ ته د ایران کلک او غاښ ماتونکی غبرګون یو منصفانه او مسلم اقدام ؤ او د هغو د خلکو استقامت بې شکه له نړیوال او اخلاقي مشروعیّت او ملاتړه برخمن دی. مونږ د ایران د رهبرۍ او ولس په شجاعت ،استقامت او سرښیندنې درود استوو چې په قدرت سره ئې د استکبار په وړاندې مقاومت کړی دی.هغې دغه راز د اور بند لپاره دډيپلوماټيکو نوښتونو په هرکلي سره وئیلي دي، د پاکستان حکومت د اوربند له ټينګیدا سره دمرستې لپاره له خپل ظرفیت ته استفاده کړې او هیله مند یوو چې اوسنئ وضعیّت د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.
همداراز د پاکستان د مشرانو جرګې یو مشهور سناتور اوتکړه حقوق پوه او د تحریک انصاف ګوند یوه مشر علی ظفر همپه اسلام اباد کې په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده، د ایران په ضد د امریکااو اسرائیلو تیري اوجګ یوناروا جنګ ؤ چې البته د ایران په سم ،کلک او هوښیار ځواب سره مخ شوی دی.مونږ د پاکستان ولس او پارلیمان د ایران د حقه دفاع ملاتړ کوو او په پارلیمان کې مونږ ټول د ایران د نه ماتیدونکي روحیې د د مظلومو شهیدانو په تیره بیا د میناب په ښونځي کې د بې ګناه او ماشومو زده کونکو انجونو دمظلومانه قتل عام خبرې کوو او ورسره همدردری کوو.مونږ هیله مند یوو چې په اسلام اباد کې به کیدونکي خبرې اترې د اوسنئ شخړې یو سوله ایز حل ومومي. د پاکستان دمشرانو جرګې غړي سناتور علی ظفر دغه راز ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت یو متمدن او له ځلیدونکی تاریخ لرلو سره لوي ملت دی چې تل له سترو او بې مخینې بحرانونو څخه سرلوړی وتلی او په دغه سخت بحران کې به هم ان شاالله سرلوړی وي.
https://www.irna.ir/news/86123595